د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
xbvxcv

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو وروسته، د ۷۸ مېليونه۳۶۶ زره او ۵۸۱ افغانيو په لګښت د ۸۹ بابه تعليمي مرکزونو د جوړولو او ترميم پروژې چې تازه بشپړې شوې دي، ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
همدارنګه نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، کوم چې په همدې مناسبت د سرپل ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او پکې د یاد ولایت والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسئولينو او ديني علما‌ءکرامو ګډون درلود.
لومړی د سرپل ولايت پوهنې رئيس، د پوهنې محترم وزير او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:«د پوهنې محترم وزير حضور زموږ د ټولو د خوښۍ، ویاړ او روحيې سبب ګرځېدلی. د ښوونځيو جوړېدو او ترميم دغه پروژې په بېلابېلو سيمو کې د زده‌کړې بهير د پياوړتيا او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعليمي چاپېريال برابرولو په لور يو ستر ګام دی.»
په ورته مهال د سرپل والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، د پوهنې وزير له ورتګ او د یادو پروژو له پلي کېدو څخه مننه وکړه او ويې ويل: «پوهنې وزارت خپل ستر رسالت د علم او پوهې د رسولو په برخه کې تر لېرې پرتو سيمو پورې ترسره کړی دی. ښوونه او روزنه د ټولنیز پرمختګ بنسټ دی، پوهنې وزارت همېشه د خلکو په خدمت کې دی او هڅه کوي ملت د ناپوهۍ له تيارې راوباسي. له همدې امله، مشران او مسئولين هم بايد د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې ترسره او د مسئوليت احساس له ځان سره ولري.»
د يادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له پرانيستې سره، په سرپل ولايت کې د زده‌کړې هراړخيزې اسانتياوې رامنځته او په پایله کې یې زرګونو تنو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې خوندي او مناسب تعليمي چاپېريال رامنځته شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د سمنګان ولایت پوهنې ریاست له ۱۷۰ تنو م.جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سمنګان ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۱۷۰ تنو م.جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په پنجشېر ولايت کې له م.جاهدینو او بېرته راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه 

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست، د اسلامي ا/مارت د م.جاهدینو او بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د بامیان ولایت په دوو ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست له لوري په یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو کې د تقویتي درسي ټولګیو د ۲۶۰ تنو ښوونکو لپاره د پنځه ورځني مېتودیکي روزنیز ورکشاپ لړۍ پیل شوه.
دغه روزنیز پروګرام. . .

BACK TO NEWS