د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې رئیس، چارواکو، مسئولینو او د خلکو استازو په حضور کې د سیمه ییزو خلکو په مالي ملاتړ د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د الفاروق ولسوالۍ پوهنې آمر د ودانیزو چارو پرانیستې پر مهال وویل: یاده ودانۍ پنځه اداري خونې او نور ملحقات لري او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
