د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
65464

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه.
لومړی د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د خپلې وینا پرمهال، د معیاري ازموینې اخیستلو پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او علم او پوهه یې د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو بنسټ وباله.
دغه راز نوموړي د پوهنې مؤثریت په اړه د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ او معیاري او باکیفیته زده کړې یې د ټولنې هر اړخیز پرمختګ لپاره خورا مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه لړۍ به په راتلونکې پنځو کلونو کې د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.
د یادونې وړ ده چې یاده آزموینه به د کابل ښار په ۱۶ ګونو ښوونیزو حوزو او ۳۰ محلونو کې د امارتي او خصوصي ښوونځیو د لسمو ټولګیو له (۴۱۸۲۲ تنه) زده‌کوونکو څخه واخیستل شي، کوم چې اساسي موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول دي.
غونډه د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي حبیب الله قتاده نوري لخوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS