د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس د پکتیکا ولایت له ودانیزو پروژو څخه ارزونه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۳
5165

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع‌الحق حماس په مشرۍ د یاد وزارت تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د تعلیمي ودانیو جوړولو بهیر څارنه وکړه، کوم چې د پوهنې وزارت سره د همکارې یوې ادارې لخوا جوړېږي.
د یادې لیدنې په جریان کې، د کیفیت، د کار سرعت او د تخنیکي معیارونو سره سم تطبیق په اړه هر اړخیزې بیاکتنې ترسره او د یادو پروژو د ښه پلي کولو لپاره اړینې سپارښتنې ورکړل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د پوهنې وزارت د ودانیزو پروژو په اړه د پوهنې وزارت تخنیکي ټیم څارنه د ودانیو معیاري کولو په لور یو ارزښتناک ګام وباله او پکتیکا ولایت ته یې د یاد پلاوي د سفر هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۵۰
Background image

د نیمروز ولایت پوهنې آمرینو او چارواکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

د "عملیاتي پلان راپور ورکولو مېتودونو په اړه روزنه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی مسلکي سیمینار د نیمروز ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو چارواکو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو او اجرایوي رئیسانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

په بامیان ولایت کې د ساینسي علومو او ​​ریاضياتو ۱۶۰ تنو ښوونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د ساینسي علومو او ​​ریاضياتو ۱۶۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ به د هغو ښوونکو لپاره چې د خپل مسلک څخه بهر تدریس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د مدرسینو ۵۰ تنو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت لخوا د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د مدارسو ۵۰ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. 
د یاد سیمینار د پرانیستې په. . .

BACK TO NEWS