د نیمروز ولایت پوهنې آمرینو او چارواکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو
د "عملیاتي پلان راپور ورکولو مېتودونو په اړه روزنه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی مسلکي سیمینار د نیمروز ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو چارواکو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو او اجرایوي رئیسانو لپاره د پوهنې رییس محترم الحاج مولوي ګل احمد حقاني په حضور کې جوړ شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د نیمروز پوهنې رئیس د مدیرانو او کارکوونکو د مسلکي مهارتونو په ښه کولو کې د سیمینارونو پیل اغېزمن وباله او د عملیاتي پلان د پرمختګ ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې د راپور ورکولو منظم پلي کول مهم وګڼل.
