په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو
د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د شینډنډ ولسوالۍ د علمدوستو خلکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د زدهکوونکو لپاره د غوره ښوونیزو شرایطو برابرولو په موخه یې د هغوی نېک اقدامات وستایل.
