د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۴۱
یس

ننګرهار
د ننګرهار ولایت سرخ‌رود  ولسوالۍ علم‌پروره اوسېدونکو د ۱۷۹ زره۸۰۰ افغانیو په لګښت د شهید محمد اشرف عالي لېسې لپاره د لمریزې انرژۍ او څښاک پاکو اوبو سیسټمونه نصب او فعال کړل.

د یو بل خبر له مخې
د مسلکي ښوونکو له نویو تدریسي مېتودونو او تخنیکونو سره بلدولو لپاره، د ننګرهار ولایت د ۲۳ ولسوالیو څخه د ۱۶۳ تنو مسلکي پراختیا روزونکو لپاره "د اغېزمن تدریس او زده‌کړې" په اړه ۹ ورځنی ورکشاپ، دیاد ولایت پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي په حضور کې ترسره شو.

د فاریاب او بدخشان ولایتونه
 د فاریاب او بدخشان ولایتونو څخه راپورونه ښیي چې، د تدریسي مهارتونو لا ښه‌والي او د معیاري تدریسي مېتودونو سره د ښوونکو بلدولو لپاره، د فاریاب ولایت د اندخوی، قرمقول او قرغان ولسوالیو د ۳۷ تنو مسلکي غړو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې" په اړه علمي ۹ ورځني سیمینارونه ترسره شول او ورته سیمینار د مسلکي پراختیا مرکز او د بدخشان ولایت د ولسوالیو علمي غړو لپاره هم ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS