د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
کونړ
د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ اړوند "د توره تیګي" لومړني ښوونځي احاطوي دېوال رغنیزې چارې د ۹۵۵،۹۸۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د یادې پروژې مالي لګښت د یوې همکارې ادارې لخوا تمویل شوی.
سرپل، جوزجان او بدخشان
د اداري کارکوونکو او ښوونکو د مهارتونو او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره، د سرپل، جوزجان او بدخشان ولایتونو پوهنې ریاستونو د خپلو وړاندیز شویو پلانونو پر بنسټ، د ښوونځیو مدیرانو، آمرینو او د پوهنې مرکزونو او د اړوندو ولسوالیو آمرینو لپاره سیمینارونه او علمي غونډې جوړې کړې دي.
د ولایتونو د مرکزونو ۵۰ تنو آمرینو او د ښوونځیو مدیرانو د سرپل ولایت په پوهنې ریاست کې جوړ شوي سیمینار کې برخه اخیستې وه.
د جوزجان ولایت د پوهنې روزنیز ورکشاپ کې ټولټال ۱۱۶ تنه علمي او مسلکي پراختیا غړو ګډون کړی و او د دې ولایت ګڼ شمېر ښوونکي او د مسلکي پراختیا غړي هم په فیض آباد ښار کې د ۹ ورځو لپاره د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست لخوا په جوړ شوي ورکشاپ کې روزنه ترلاسه کوي.
پروان
د پروان ولایت د پوهنې چارواکو او سیمه ییزو حکومتي چارواکو په حضور کې، د ساینس او ریاضياتو اولمپیاډ خلاق او نوښتګر زدهکوونکي د ډالیو په وېشلو سره وهڅول.
