_د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۲:۵۸
ewr

له شنبې۱۳/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۱۸ / ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۱۳ مې تر ۱۸ مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د دعوت او ارشاد مسئولینو د کابل ښار ۵ بابه خصوصي تعلیمي ښوونیزو مرکزونو له مدیرانو اومسئولینو سره وکتل.
په یادو لیدونوکې د پوهنې وزارت  ددعوت اوارشاد ریاست مسئولینو له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه وکړه او مسئولینو ته يې د دعوت اوارشاد د نصاب تدریس په هکله لازمي سپارښتنې وکړې
همداراز د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاسته راغلي راپورونه ښیي چې، په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د ښوونیزو مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت اوارشاد درسونو لړۍ روانه وه؛ لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.
همدارنګه د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په انفاذ کمېټه کې  د شخصی کورسونو او ښوونځیو د تعهدنامې او د مرکزي هستې د رئیس صاحبانو ،آمرینو او مدیرانو ته د سیمینار په هکله طرحې جوړولو باندې پرېکړه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS