هرات ولایت کې د مدارسو مسئولینو لپاره د اداري او تدریسي کتابونو لارښوونې او توضیح کولو ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۳
ed

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د یو همکار خیریه بنسټ په ملاتړ، د هرات ښار اړوندو دیني مدارسو ۷۰ تنو مسئولینو لپاره "د اداري او تدریسي کتابونو لارښود او توضیح" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.

د هرات پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو آمر محترم مولوي اخترمحمد اکبري وویل چې، د دغه پروګرام ترسره کولو اساسي موخه په اداري او تدریسي څانګو کې د مدارسو د چارواکو پوهاوي کچې لوړول دي.

نوموړي د داسې ورکشاپونو پر دوام ټینګار وکړ او د دیني مدارسو د تعلیمي او اداري سیسټم کیفیت ښه کولو لپاره یې یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS