په ننګرهار ولایت کې د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۰
25152

د یو خیریه بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د غلني لومړني ښوونځي نوې ودانۍ،  د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ یوه اداري خونه، اته درسي ټولګي، انګړ، تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس شیخ محمد شریف حلیمي د مرستندویه بنسټ له چارواکو څخه مننه وکړه او له سیمه ییزو اوسېدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د زده‌کړې ترلاسه کولو لپاره مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS