د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني مضمونونو په برخه کې ازموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
dxvxcv

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، د «معاملاتو» تر سرلیک لاندې د لومړۍ او دویمې برخې ازموینه، په یو وخت کې د یاد وزارت د مرکزي هستې او نورو ریاستونو له کارکوونکو څخه واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل پر مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او نورو مسئولینو د فقهي او شرعي مسایلو د زده‌کړې اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویلة: د دغو مسایلو زده‌کړه د هر مسلمان، په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د کارکوونکو لپاره خورا اړینه ده.
یاده ازموینه د ځانګړي نظم او ډسپلین په مراعتولو سره واخیستل شوه او د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له لوري یې جدي څارنه ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS