د پنجشېر ولایت له تعلیمي مرکزونو سره د څه باندې ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو مرسته وشوه
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي: د علمپروره اشخاصو لخوا، د حصه اول ولسوالۍ د پشغور کلي له پیغمبر اعظم (صلی الله علیه وسلم) دیني مدرسې او د رُخې لومړني ښوونځي سره د ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ۱۲۲۴ ټوکه درسي کتابونو مرسته شوې ده.
مسوولینو د پوهنې له ملاتړو کسانو څخه د مننې ترڅنګ، دا ډول مرستې د زدهکوونکو د تدریس د بهیر پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
