په سرپل ولایت کې د يو باب ښوونځي پراختیا لپاره ۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱
زظطزظط

د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند د ایل‌نبي کلي د بي‌بي آمنې لومړني ښوونځي د ودې او پراختیا په موخه، د سیمې اوسېدونکو له لوري ۵۰۰ متره مربع مساحت لرونکې ځمکه وقف شوه.
د ياد ولایت پوهنې مسوولينو په وینا، دغه ځمکه د ښوونځي د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا او زده‌کوونکو ته د لا مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو لپاره ځانګړې شوې ده.
له بلې خوا، د شمس لېسې د پوهنې ملاتړي شورا او د سیمې علم پروره کسانو د همدې ولسوالۍ په کچه د یاد ښوونځي له خیریه صندوق سره د ۱۰۰ اصله سپېدارو ونو او ۱۰ زره افغانیو نغدي مرسته هم کړې ده.
د مسوولینو په خبره، دغه مرستې به د ښوونځي د درېیو تنو رضاکارو ښوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره ولګول شي، چې له دې لارې به د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا او دوام په برخه کې اغېزناک ملاتړ رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS