د هرات ولایت د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د هرات ولایت د اوبې، پښتونزرغون او غوریان ولسوالیو د ښوونځیو د لومړي، دویم او درېیم ټولګي ۲۶۶تنوښوونکو ته «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج»تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني وویل چې د ښوونکو د وړتیاوو پیاوړتیا د ښوونې د کیفیت په ښه والي، د زدهکوونکو د زدهکړې کچې په لوړولو او د ښوونیز نظام په پرمختګ کې بنسټیز رول لري. نوموړي د ښوونکو لپاره د روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر دوام هم ټینګار وکړ.
