په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند غازي عبدالکبیرخان عالي لېسې لپاره د ښوونیزې شورا په مالي ملاتړ د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو.
د مسوولینو په وینا، د یاد سیستم لپاره اته (۸) کمرې، یوه حلقه هارډډیسک او نور اړین تجهیزات پېرل شوي دي.
د میدان وردګ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني د مرسته کوونکو له همکارۍ څخه په مننې، له ښوونیزو ادارو سره دا ډول مرستې د ښوونیز چاپېریال د امنیت پیاوړتیا او تأمین لپاره ارزښتناکې وبللې.
