د پوهنې وزارت پلاوي د کونړ له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د ښوونيزو برنامو د راپورونو د ارشد کارپوه ښاغلي بلال صافي په مشرۍ پلاوي، د کونړ ولایت له ښوونیز بهیر څخه د څارنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د ښوونې او روزنې معينيت پلاوي د ياد ولايت پوهنې رياست اړوند د مسلکي پراختیا له مسوولینو او د مرکزي هستې له علمي غړو سره د تدریسي چارو او روزنیزو برنامو په اړه د خبرو ترڅنګ، د خپل سفر موخه له هغوی سره شریکه او د مرکزي هستې د فعالیتونو ارزونه یې وکړه.
په ورته مهال، د کونړ ولایت پوهنې مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ښوونیز او روزنیز بهیر د لا پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
