په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه
د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه برنامه د ساینس ښوونکو او د ښوونځیو د ازمېښتونونو مسوولینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه جوړه شوه، چې ګډونوال به د شپږو ورځو په ترڅ کې له چاپېریالي ساینس او ازمېښتوني کړنو اړوندو موضوعاتو په اړه زدهکړې ترلاسه کړي، څو ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه د تدریس او عملي فعالیتونو په بهیر کې په اغېزمنه توګه وکاروي.
