په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۰
xzcv

د زابل ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې، د دغه ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په خالد بن ولید ښوونځي کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال د سیمې د اوسېدونکو له مالي ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل: د یادو ټولګیو د جوړولو لګښت ټولټال ۳۰۵ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.
د دغو ټولګیو په جوړېدو سره به د ۱۵۰تنو زده‌کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS