پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
546

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
په دغه نندارتون کې بې‌پیلوټه الوتکې، د زلزلې د تشخیص وسایل، ماشینونه، تخنیکي تجهیزات او یو شمېر نور نوښتګر اختراعات نندارې ته وړاندې شول.
د یاد ولایت مرستیال محترم الحاج قاضي نورالله حقاني، د نندارتون د پرانیستې پر مهال د زده‌کوونکو له نوښتګرو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ملک روښانه راتلونکی د علم، پوهې او نوښت له لارې تضمینېدای شي.
همدارنګه، د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، په خپلو خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست هڅه کوي د زده‌کوونکو د استعدادونو د ودې او غوړېدو لپاره مناسب فرصتونه او زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د پروژو د نندارې ترڅنګ، د دغه ولایت د رهبرۍ او امنیه قوماندانۍ له لوري نوښتګرو زده‌کوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS