په ننګرهار کې د ساینس او ریاضیاتو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۳۵
طظزطظ

د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د نازیانو او سپین‌غر ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو یو شمېر ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د يادې برنامې موخه، په تدریسي بهیر کې د عملي ازموینو، ازمېښتوني وسایلو او چاپېریالي موادو له اغېزمنې کارونې سره د ښوونکو بلدتیا ده، څو وکولای شي درسي موضوعات په عملي، ساده او اغېزمنه توګه زده‌کوونکو ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز بهیر به په تدریجي ډول د ننګرهار ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي، ترڅو د ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې مسوولینو سره وکتل.

٢- د کونړ ولایت پوهنې ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د بامیان  ولايت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شول

د پوهنې او کرنې وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي او خدماتي اجیران د سواد زده‌کړې د ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د ېو لړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS