د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډيز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲۸
سسزظط

۱- د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.

٢- د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

٣- د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سفيدپشته لرګر منځني ښوونځي نوې ودانۍ په ولسي مرسته د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو لګښت سره جوړه او د پوهنې مسوولینو، علماءکرامو، سپین‌ږیرو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

٤-په کندوز، تخار، میدان‌وردګ، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې د ولسوالیو او ولایتونو د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس، ټکنالوژۍ او د ریاضياتو اړوند علمي پروژو سیالۍ او نندارتونونه جوړ شول.

٥-د کاپیسا ولایت د مقام ۱۳ تنه خدماتي اجیران، چې د پوهنې وزارت له لوري يې د سواد زده‌کړې ٩ مياشتنى ټولګی بشپړ کړی و، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي په حضور کې په بریالیتوب سره فارغ او د فراغت تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.

٦- محترم مولوي صدیق‌الله محسن د بادغیس ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو٠

٧- د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند سرخت ښوونځي د ترمیم او رنګولو چارې، چې د سیمې د خلکو په ۵۱ زره افغانیو مالي مرسته پيل شوې وې، بشپړې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډيز

۱- د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو څلور ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS