خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۳:۵۰
12

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره زده کونکوته د تدریس په موخه، په لاندې ځایونو کې کرایي ودانیو ته اړتیا لري:

۱- آتمه تعلیمي ناحیه؛ د سلیمان خېل منځنی ښوونځی (۸ خونې) او د حضرت بلال منځنی ښوونځی (۲۲ خونې)

۲- نهمه تعلیمي ناحیه؛ د یکه توت لومړنی ښوونځی (۱۵ خونې) او د میر عباس لومړنی ښوونځی (۲۳ خونې)

۳- لسمه تعلیمي ناحیه؛ د حنظله منځنی ښوونځی (۳۲ خونې)، په وزیر آباد نوې تاسیس شوې عالي لېسه (۴۴ خونې)، د وزیر آباد چهار قلعه منځنی ښوونځي (۶۱ خونې) او د رونق منځنی ښوونځی (۲۹ خونې).

۴- یوولسمه تعلیمي ناحیه؛ د ۳۱۵ ارتقایي لېسه (۱۷ خونې)، د ۳۱۵ مڼځنی ښوونځی (۱۶ خونې)، د ۳۱۵ منځنی ښوونځی (۲۳ خونې)، د میرزا عبدالقادر بېدل منځنی ښوونځی (۱۲ خونې)، د قلعه نجارا د سواد زده کړې ښوونځی (۷ خونې)، د سواد زده کړې مسلکي ښوونځی (۷ خونې) او د بي بي حنفی لومړنی ښوونځی (۱۶ خونې).

هر هغه هېوادوال چې په اړوندو ناحیو کې د ذکر شوې خبرتیا له ځانګړتیاوو سره سمې ودانۍ ولري او غواړي چې په کرایه یې ورکړي، کولی شي خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند د غزني سرای ته څېرمه د کابل ښار پوهنې ریاست، تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري؛ شرط پاڼه کتلی شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS