خوست د پوهنې ریاست د هېواد د خپلواکۍ جشن ته ځانګړي تدابیر نیولي
د خوست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې او نظارت له امرینو سره د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته د تیاري په موخه ناسته وشوه.
دخوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روشان وایي، چې یاد تدابیر یې د پوهنې وزارت د رسمي لارښوونې له مخې په پام کې نیولي دي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه،چې د هېواد د خپلواکۍ جشن یو ملي جشن دی او د دغه جشن د نمانځلو لپاره یې یوه غونډه را بللې ده.
روښان زیاته کړه سږ کال به تر بل کال د خپلواکۍ جشن په پوره نوښت او شاندارو مراسمو لمانځل کېږي ، چې د جشن له جوړولو او لمانځلو هدف د ازادی پر ارزښت پوهیدل، د زده کوونکو له وطن سره مینه زیاتول، او د سولې پر اهمیت پوهیدل دي. پوهنې رئیس همدا راز زیاته کړه، چې سر له اوسه په ښوونځیو کې د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ، د شعرونو، مقالو ویلو او د ساینسي تجربو سیالۍ پیل شویدي.
د ناستې په بله برخه کې د د یو شمېر ښوونځیو د نومونو د بدلون په اړه خبرې وشوې پریکړه وشوه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ به هغه ښوونځیو چې نومونه چې معنا نه لري یا د کلیو په نوم دي د درو ورځو په جریان کې به ورته د یو مناسب نوم په پیدا کولو غور وشي او د خپلواکۍ په ورځ رسماً پرې ونومول شي پوهنې رئیس امرینو ته هدایت وکړ د سیمې د مخورو مشرانو ، د معارف خدمتګارانو ، دیني عالمانو ، د خپلواکۍ ګټونکو غازیانو، روشنفکرانو او د هېواد د سترو علمي اشخاصو نومونه له ریاست سره شریک کړي ترڅو د مکاتبو په نومولو کې ترې انتخاب وشي.
