د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او نیز مجلس دائر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۷
W

د سه شنبې په ورځ (۵/۸/۱۴۴۳هـ ق ) له غرمې وروسته د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د  یاد وزارت  د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث  مولوي نورالله منیر صاحب په مشرۍ  د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو (۲۸) مجلس دائر شو .

په دې مجلس کې چې د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم برخه درلوده، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د معین شیخ الحدیث خلیفه سعیداحمد شهیدخیل صاحب په  مشرۍ ټاکل شوي هیئت ته دنده وسپارل  شوه، ترڅو له مالیې وزارت سره  د بالمقطع کارمندانو د قراردادونو د تجدید او همدارنګه د ریاست الوزراء د اداري معاونیت له مشرتابه سره د پوهنې وزارت لپاره د امتیازي او NTA معاشاتو د سهمیې د زیاتوالي موضوع شریکه کړي او یاده موضوع تر پایه تعقیب کړي.

د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست د رئیس عزیزاحمد ریان په مشرۍ له پنځو ریاستونو (نشرات، تدارکات، مالي، خدمات، تقنین او پالیسي) څخه متشکل هیئت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په مرکز او ولایاتو کې د استهلاک شویو کتابونو او قرطاسیې د بیا استعمال لپاره یوه طرحه ترتیب او د وزارت د مشرتابه مجلس ته یې وړاندې کړي.

په مرکز او ولایاتو کې د مامورینو د استخدام لپاره چې مخکې د تعیناتو د کمېسون له لوري کومه طرحه جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې دغه طرحه به د یاد وزارت د مشرتابه له مجلس سره شریکیږي،ترڅو یاده طرحه تصویب  یا تعدیل شي او یا  د یادې طرحې په رڼا کې یوه بله طرحه ترتیب شي. همدارنګه  د مشرتابه مجلس  ته دنده وسپارل شوه ترڅو په ښوونځیو کې د دیني مضامینو د استادانو په حیث د دیني علماوو او حافظانو د توظیف او ګمارنې لپاره یوه طرحه ترتیب کړي.

غونډه  د  یاد وزارت  د ښوونې او روزنې معینیت د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید صاحب  له  لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS