دننگرهار د کلیوالي ښوونځیو ته ښوونیږ ورکشاپ پیل شو
دکلیوالي ښوونځيو دښوونکو دځان ارزونې درې ورځنی ورکشاپ پرانستل شو!
پوهنې وزارت_ننګرهار: دورکشاپ په پرانیستونې مراسمو کې دپوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات دیونیسف ادارې نه مننه وکړه، چې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو لپاره اسانتیاوې برابروي دپوهنې ریاست مرستیال دا ورکشاپ خورا مهم وباله او له ګډونوالو یې هیله وکړه چې ګټه ترې پورته کړي. بیا د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې د ښوونې او روزنې دبرخې مشرې لیلما خبرې وکړې ویې ویل یونیسف اداره ژمنه ده چې د معارف سره په ګډه د افغان ماشومانو دښې راتلونکې لپاره د ښوونکو ظرفیتونه لوړ کړي، اغلې لیلما دننګرهار پوهنې ریاست وستایه چې د هیواد په کچه لومړنی ریاست دی چې دیونیسف ادارې سره په چارو کې ښه همغږي لري.
په دې ورکشاپ کې د پوهنې ریاست د کلیوالي ښوونځيو دوه سوه اتیا تنه نارینه او ښځینه ښوونکې په پینځه پړاوونو کې روزل کیږې چې هر پړاو یې درې ورځې دوام کوي
