دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار  سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۹:۳۲
123

  د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب، تر غرمې وروسته د یاد وزارت  د کنفرانسونو په تالار کې  د افغانستان په چارو کې د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو وزارت له  سلاکار ښاغلي  احمد عزم عبدالرحمن او مل هیئت سره  وکتل.

د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب  راغلیو میلمنو ته  ښه راغلاست ووایه  او له دوی څخه یې مننه وکړه، چې افغانستان ته یې تشریف راوړی دی. وروسته یې د هیواد په روان تعلیمي بهیر او د یاد بهیر په وړاندې د پرتو ننګونو او ستونزو په اړه تفصیلې خبرې وکړې. ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت دا مهال د ښوونکو د میاشتنیو معاشاتو د زیاتوالي، د ښوونځیو لپاره دودانیو د جوړولو ، د ښوونکو او اداري پرسونل د ظرفیت د ارتقاء او لوړولو  په برخه کې په پوره جدیت سره هڅې کوي  او په دې برخه کې  د نړیوالې ټولنې په تیره بیا اسلامي هیوادونو او خیریه بنسټونو مالي او مادي مرستو ته زیاته اړتیا  لري .

دمالیزیا هیواد د بهرنیو چارو وزارت مشاور ښاغلي عزم عبدالرحمن، د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د افغانستان حالت په ۱۹۵۳م کال کې د مالیزیا د ازادي اخیستلو له لومړني حالت سره ورته وګاڼه او ویې ویل، چې هغه هیوادونه چې تازه له بحران څخه راوتلي  وي او ازادي یې ترلاسه کړې وي، طبعا له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخ وي چې دا وضعیت ډیر ژر عادي حالت ته ګرځي. نوموړي زیاته کړه، چې مونږ د مالیزیا هیواد  په درسي نصاب کې  معاصر ساینس، تکنالوژي  او شرعي علوم په یو موزون تناسب ځای په ځای کړیدي او په تعلیمي ډګر کې مو خصوصي سکتور ته شرایط برابر کړي دي، ترڅو په پوره اطمینان او ډاډ سره ملت ته خپل تعلیمي او روزنیز خدمات وړاندې کړې.

دمجلس په پای کې د پوهنې وزارت محترم وزیر صاحب  د ښاغلي عزم عبدالرحمن له نېکو مشورو او وړاندیزونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي اخوت او بشري همدردي روحیه باید هیڅکله د سیاسي تعاملاتو تر تاثیر لاندې را نه شي، بلکې د اسلامي نړۍ مسلمان ملتونه باید د وروڼو ملتونو په څير یو او بل ته لاسونه ورکړي او یو له بل سره خپلې مادي او معنوي  مرستې ونه سپموي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS