د ارزګان ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړې شوې
د ارزګان ولایت چهارچینو ولسوالۍ اړوند د ګرمآب او ګوهرګین لومړنیو ښوونځیو لپاره د دوو نویو ودانیو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسوولینو، د همکارو بنسټونو استازو او د سیمې د خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ د ۱۷ میلیونه ۱۱۴ زره او ۵۸۰ افغانیو په ټولیز لګښت په اساسي ډول جوړې شوې دي، چې ټولې اړینې تعلیمي اسانتیاوې لري او لسګونو زدهکوونکو ته یې مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړی دی.
