د افغان ترک  دارالعلوم آمر د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۹:۲۶
د افغان ترک  دارالعلوم آمر د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل

 د افغان ترک دارالعلوم آمر ښاغلي (عمر خیران) د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین محترم الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده  سره  وکتل .
په یاده لیدنه کې چې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس هم حضور درلود، د هیواد د روان تعلیمي بهیر، په تیره بیا په افغان ترک دارالعلوم پورې داړوندو  مسایلو په هکله تفصیلي بحث وشو .
د اسلامي تعلیماتو معین  د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د ترکیې هیواد تعلیمي خدمتونه وستایل او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت به د یاد هیواد له تعلیمي بنسټونو سره هر ډول مرسته کوي او هغوی ته به د فعالیت او خدمت ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان ترک دارالعلوم د امام ابوحنیفه رحمه الله د عالي دارالعلوم په محوطه کې واقع دی او له کلونو کلونو راهیسې پکې په سلګونو تنه افغان زده کوونکي دیني زده کړې حاصلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS