د امت خیریه بنسټ مشر د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۱۱:۲۱
د امت خیریه بنسټ مشر د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل 

 د امت خیریه بنسټ مشر ښاغلي محمد احمد د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب سره وکتل .
په یاده لیدنه کې چې د پوهنې وزارت ستر سلاکار مولوي سیدغیاث الدین  آغا هم ګډون درلود،  د استادانو د ظرفیت د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د دایرولو، د مدارسو او ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو، دکلیوالي لومړنیو ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو د چاپولو او د استادانو د معاشونو او له هغوی سره د فوق العاده مالي مرستو لپاره د امکاناتو او ظروفو د برابرولو په لارو چارو تفصیلي بحث  وشو. د امت خیریه بنسټ مشر ژمنه وکړه، چې یاد بنسټ به په یادو مواردو کې د خپل توان په اندازه د افغانستان له تعلیمي نظام سره مرسته کوي.
د اسلامي تعلیماتو معین له ښاغلي محمد احمد څخه مننه وکړه، چې د افغانستان له تعلیمي سکتور سره د مرستې هوډ لري. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې نړیوالو، سیمه ایزو او داخلي خیریه بنسټونو ته زمینه مساعده کړي چې د افغانستان تعلیمي سکتور تمویل او حمایه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS