د خوست د یوي ښوونځي له کتابتون سره د لسګونه جلده کتابونو او قرطاسیې مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۲:۵۳
د خوست د یوي ښوونځي له کتابتون سره د لسګونه جلده کتابونو او قرطاسیې مرسته وشوه

پوهنې وزارت_خوست: خوست کې د "قلم لار" تعلیمي ټولنې لخوا د باک مرکزي لېسې له کتابتون سره د لسګونه جلده کتابونو او قرطاسیې مرسته وشوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د باک لېسې په انګړ کې جوړ شوی ؤ د باک ولسوالۍ د پوهنې امر امیر بادشاه هاشمي تر څنګ د قلم لار ټولنې مشر عطاءالله ویسا او د علم مینوالو ګډون کړی ؤ. د قلم لار ټولنې مشر عطاءالله ویسا وویل، چې موږ ژمنه کوو د هېواد په هر کونج کې به د زده کوونکو سره د کتابونو او قرطاسیې همکارۍ ته داوم ورکوو، دده په وینا له دې کار یې هدف زده کړو ته د هېوادوالو خصوصا د ماشومانو هڅول دي. د باک ولسوالۍ د پوهنې امر امیر بادشاه هاشمي د قلم لار ټولنې د مشر څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د کتابونو او قرطاسیې مرسته وکړه، ده زیاته کړه دا مهم کتابونه به د زده کوونکو په روزنه کې خورا ګټور تمام شي.
د غونډې په پای کې د یادې لېسې په زرګونو زده کوونکو ددې ټولنې له لوري برابره شوي قرطاسیه هم وویشل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS