د خوست پوهنې ریاست کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۹:۴۳
د خوست پوهنې ریاست کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

دخوست ولایت د پوهنې ریاست اداری کارکوونکو ته «د جنسیتي برابری په نظر کې نیولو سره د تعلیمي پلان جوړولو» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د خوست ولایت د پوهنې ریاست د غوڼدو په تالار کې جوړ شوی د پوهنې ورازت د پلان او ارزونې مسلکي غړي او ددې ورکشاپ وړاندې کوونکي ماسټر ټرینر محمد شفیق صدیقي وویل: ددې ورکشاپ له جوړیدو یې موخه د پوهنې وزارت د ولایتي کارمندانو ظرفیت لوړول، د پلان جوړونې، مراقیب او ارزونې، راپور ورکونکي او د ځینو نویو پروژو لکه اقرا برنامه او د ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو طرزالعمل تشریح کول دي. 
همدارنګه د خوست ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي شرف الدین اشرف یاد ورکشاپ د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې خورا مهم او ګټور وباله او د پوهنې وزارت او مرسته کوونکو موسسو یې غوښتنه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه باید د ولایت په کچه د معارف نورو کارکوونکي ته هم دایر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS