د دایکنډي ولایت د دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
54

د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مامورینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د همدغه پروګرام څخه د هرکلي په ترڅ کې وویل: "د پوهنې کار د پیغمبرانو علیهم السلام لاره ده او دا د ټولنې د ودې او پرمختګ بنسټ ګڼل کېږي."

د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام د ګډون‌والو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د تعلیمي څانګو په نورو ادارو کې هم ورته سیمینارونه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS