د دریو تړل شویو ښوونځیو له بیا پرانېستلو سره څه باندی ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د پکتیکا ولایت د وازیخوه ولسوالۍ د شاګی، شامردان او منځي لومړني ښوونځی چې له تیرو څو کلونو راهیسې د یو لړ لا ملونو له امله ټرلي وه، بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
یاد ښوونځي د پوهنې ریاست، ولایتي مسوولینو، دسيمې قومي مشرانو او ښوونځیو شوراګانو په هلو ځلو بیرته پرانېستل شوې، چې ځه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته پکې د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د پکتیکا د پوهنې سر پرست رییس محمد نسیم واجد د یاد ښوونځيو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.
دسيمې او سېدونکو او قومي مشرانو دیاد ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د فعاله ساتلو ډاډ ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هر ډول مرسته او همکاري کوي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست د یادو ښوونځیو په پرانېستلو کې د ښوونځیو د اداري شوراګانو او د سیمې د قومي مشرانو د هلو ځلو ستاینه او قدر داني کوي.
