د روږدو کسانو د ملاتړ، پالنې او درملنې په برخه کې د وزارتونو او همکارو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د روږدو کسانو د ملاتړ، پالنې او درملنې په مرکزونو کې د شته ستونزو او ننګونو د حل او رسېدنې په موخه، د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري د همغږۍ فوقالعاده کمېټې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوهنې، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، مالیې، ارشاد، حج او اوقافو او لوړو زده کړو وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، کابل ښاروالۍ، د چارو ادارې مرستیالۍ او افغاني سرې میاشتې استازو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت تر دې دمه د روږدو کسانو لپاره د سواد زده کړې ۸۷ کورسونه جوړ کړي او په دغو کورسونو کې یې ۵۲ ښوونکي ګومارلي دي.
اوسمهال د ملک په کچه د روږدو کسانو د ساتنې او درملنې په ۱۴ مرکزونو کې ۲۲۱۲ تنو روږدو کسانو ته د سواد زده کړې برنامې روانې دي.
