د سرپل ولایت په مرکز کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د سیرت النبي (ص) ازموینه واخیستل شوه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۱۷

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست له خوا د وړاندې شوي پلان له مخې د دغه ولایت د مرکز د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د سیرت النبي ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې ټولټال ۱۱۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د يادې ازموينې له بهير څخه د کتنې په ترڅ کې د دې ازموينې له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وويل: د دې ازموينې له پيلولو څخه يې موخه د زده کوونکو هڅونه او مطالعې سره عادت ورکول دي. ځوانان باید د ستر پیغمبر (ص) له ژوند، نیکو اخلاقو او سترو کارنامو څخه پوره معلومات ترلاسه کړي.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د دې ازموینې پایله د مسوولو غړو له هر اړخیزې ارزونې وروسته اعلان کړي.
زده کوونکو د دې ازموينې ترسره کول د دغه ولايت د پوهنې رياست له خوا يو ښه او د قدر وړ اقدام وباله او تود هرکلى يې وکړ.
دوی وویل چې د پیغمبر (ص) له سیرت څخه خبرېدل د ځوانانو په کړنو، اخلاقو او له حرامو څخه د هغوی د مخنیوي او د ټولنې په اصلاحي برخو کې ډېر اړین دي.
د یادولو وړ ده چې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په پام کې لري چې ممتازو زده کوونکو ته له لومړي تر لسمې درجې پورې  جایزې ورکړي. لکه؛ بایسکل، کمپیوټر، د قرانکریم صوتي او نور وړ شیان.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS