د شاه وخوا ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت د یوشمیر ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شوي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۰:۲۰
د شاه وخوا ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت د یوشمیر ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شوي

پوهنې وزارت_پکتیا: د پاملرنې نړېواله مؤسسې د ۲ میلیونو ۶۴۳ زره افغانیو په ارزښت د یو شمیر ښوونځيو ودانیزې او رغنیزې چارې پیل کړې.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د حلیم کلا عالي لیسې کې جوړه شوي وه، د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د پاملرنې نړیوالې مؤسسې له مشرتابه او ټولو غړو منندوی وکړه چې د پوهنې له دې سپیڅلي کاروان سره همکار دي، او په راتلونکي کې هم ددوی سربیره له ټولو مرستندویه او همکارو مؤسسو د لا همکارۍ غوښتونکي شو.
د پوهنې رییس زیاته کړه: د پاملرنې مؤسسې له لوري به د پیران په عالي لیسه کې له شپږ جریبه ځمکې د ښوونځي د احاطې دیوال جوړیږی ، د حلیم کلا ښوونځي ته ۱۰۰ پایی درې نفري میز اوچوکۍ، د ۷ ټولګیو لپاره فرشونه اونور تجهیزات ورکول کیزی، په شکر خیلو ښوونځي کې یو دهلیز، دریو ټولګیو جوړیدل او د رباط کمپ په ښوونځي کې د لابراتوار جوړیدل شامل دي .
همدارنګه د پاملرنې مؤسسې مسؤل په خبرو کې وویل، چې مونږ به تل هڅه وکړو تر څو د پوهنې ددې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړو او په تیر کې مو هم خپلې مرستې نه دي سپمولې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS