د غزني ولایت د مدارسو له ۲۰۰۰ تنو یتیمو او بې وزله طالب العلمانو سره ژمنۍ مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۷
dfgds

د ژمي د موسم را رسېدو په درشل کې، د ژمنۍ مرستو بستې چې یوه کمپله، دوه جوړې ژمنۍ جامې او نور اړین توکي په کې شامل دي، د یو خیریه بنسټ په همکارۍ د غزني ولایت د مدارسو پر ۲۰۰۰ تنو یتیمو زده کوونکو ووېشل شوې.

د دغو مرستو وېش پر مهال د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په خپلو خبرو کې، له مرستندویه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې په دې سره به د مدارسو طلاب خپلو زده کړو ته لاپسې وهڅول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS