د فراه او بلخ له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۱:۱۸
د فراه او بلخ له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

بلخ
 د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د ساینس عمومي مدیر عبدالجبار واحدي د میرغلام محمد ربیع لېسې د لابراتوار له ټولګي څخه څارنه وکړه او ښوونکو او زده کوونکو ته یې د لابراتواري وسایلو د سمې استفادې په باب لازمې لارښوونې وکړې.

په یو بل خبر کې راځي
د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري محمد ادریس سدید د دې آمریت د تعلیمي څارنې له غړو سره د شیخ آباد عالي لېسې له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د یادې لېسې مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د يو بل خبر له مخې:  د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې آمریت د تعلیمي څارنې له غړو سره یو ځای د شهيد بلخي لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه.
 
فراه
د فراه ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د ياد ریاست د بېلابېلو شعبو له اداري چارو څخه ليدنه وکړه او له آمرینو او مديرانو سره يې د ليدنې پر مهال د مامورينو د کاري نظم په رعایتولو او له دولتي وسایلو څخه د سمې ګټې اخیستنې او له مراجعینو سره د ښه چلند پر دوام ټينګار وکړ.

فراه
 د فراه ولايت د ښاري حوزې آمر مولوي محمد قاسم معتصم او ورسره پلاوي د خصوصي ښوونځيو له اداري او درسي فعاليتونو څخه څارنه وکړه او هغوى ته يې لارښوونه وکړه چې خپلې چارې د پوهنې وزارت له طرزالعملونو سره سم پرمخ یوسي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS