د قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۳:۲۳
بلیبا

ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د تدارکاتو قانون (۲) فقرې او (۴۳) مادې له مخې، د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د سروبي، ګلدرې، استالف، ده سبز، خاکجبار، چهار آسیاب، کلکان، فرزه، قره باغ، موسهي، بګرامي او شکردره ولسوالیو کې د ودانیزو او لوژستیکي خدمتونو شرکت (ایتوک آکام) سره، چې د کابل ښار « د خوشحال خان څلوېښت متره سړک» کې موقعیت لري، په ټولیزه توګه ۵,۸۷۸,۷۵۸.۹ (پینځه مېلیونه، آته سوه اوه اتیا زره، اوه سوه آته نهوي، نه) افغانیو په ارزښت، د ۱۲ بابه ښوونځیو او ۵ بابه مدارسو د بیارغونې قرارداد لاسلیک کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي چې د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې څخه د ۷ ورځو په اوږدو کې خپل اعتراض د دلایلو سره په لیکلې بڼه د کابل ولایت پوهنې ریاست ته چې د افغان ترک عالي لیسې تر څنګ، شاه دو شمشېره ته څېرمه موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د 50 مادې له مخې تسلیم کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړون په معنی نه ده، او د پورته ذکر شویو پړاوونو او قانوني کړنلارې تر بشپړید مخکې به قرارداد ترسره نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک

په پام کې ده، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي د پوهنې وزارت د مشرتابه مقام له لوري، د افغانستان.ا.ا. د عالي رتبه مېلمنو په حضور کې وستایل شي.

وخت: د ۲۲/۱/۱۴۴۶ هـ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

په بغلان ولایت کې د یو باب مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، له بلخ ولایت څخه تر راستنېدو وروسته په بغلان ولایت کې دمحمدیه مدرسې د ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې ۱۴۴۶/۱/١٤هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/١٩هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له٣٠مې نېټې د زمري تر ٤مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS