د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۲:۵۷
hkjl

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په شکردره، کلکان، فرزه، استالف، میربچه کوټ، قره باغ، پغمان، ده سبز، موسهي، بګرامي، چهاراسیاب او سروبي ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو او یو باب مدرسې د ترمیم او د ۱۱بابه نورو ښوونځیو د برېښنا او اوبو سیسټمونو جوړولو په موخه قرارداد د اکام ایتوک ساختماني شرکت ته د ۷۲۲۵۸۶۵ افغانۍ قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د کابل ولایت پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS