د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي باید خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۱:۴۳

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي باید د نورو ولسوالیو په څېر د راتلونکي ۱۳۹۹ ښوونیز کال لپاره خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي.
په یادې ولسوالۍ کې دا مها ل د یوه خصوصي ښوونځي په ګډون ۱۳ ښوونځي شتون لري، چې ټول ۲۷۵۴ زده کوونکي یې هلکان دي.
د نوموړو ښوونځیو له جملې څخه دوه لېسې، ۵ منځني او ۶ نور لومړني ښوونځي دي، چې یوه یې خصوصي لېسه ده.
په دې ولسوالۍ کې د هلکانو په څېر نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوې، خو ناامني او دودېز محدودیتونه هغه ستونزې دي، چې د دغې ولسوالۍ نجونې یې له زده کړو محرومې کړې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست د خروار ولسوالۍ پر ټولو دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو غږ کوي، چې خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي او د زامنو په څېر پر خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال ۳۰۹ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ۹۳ یې د نجونو ځانګړي ښوونیز مرکزونه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ  جوړولو کار پیل شو

د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په غور ولایت کې د ښوونځیو سرښوونکو او آمرینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

BACK TO NEWS