د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو سیمې ښوونځي بېرته فعال شول
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې د خلکو له خوا د نجونو او هلکانو ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.
دغه ښوونځي څو ورځې مخکې عامو خلکو په یاده سیمه کې د جوړ شویو امنیتي پوستو د لرې کولو په غبرګون کې تړلي وو.
یاد ښوونځي شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي لري، چې ټول زده کوونکي یې د پخوا په څېر خپلو زده کړو ته حاضر شوي دي.
نوموړي ښوونځي د ولایت مقام، ولایتي شورا، پوهنې ریاست، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ګډو هلو ځلو په پایله کې خلاص شول.
په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ټول د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.