د لوګر د پوهنې ریاست لپاره د نظارت نوی آمر معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۵:۲۴
د لوګر د پوهنې ریاست لپاره د نظارت نوی آمر معرفي شو

پوهنې وزارت ـ لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د نظارت عمومي آمریت لپاره د آزادې سیالۍ له مخې نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ. 
هغه غونډه چې له همدې امله جوړه شوي وه، د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، تدریسي مرستیالې مینې سادات، د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان زمان، د دارالمعلمین رئیس انجنیر محمد اکبر ستانکزي، د دغه ریاست مدیرانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
یاد نوی ټاکل شوی آمر عنایت الله خالد نومیږي او له تېرو ۷ کلونو راپدېخوا د نظارت غړی و. 
هغه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې کړي دي او د آزادې سیالۍ له لارې پر یادې دندې ګومارل شوی دی. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د مخکیني نظارت آمر د ترسره شوي دندې څخه قدرداني وکړه او نوي آمر ته یې د دندې پیل کېدو له امله مبارکي ورکړه. 
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS