د لوګر له یوه ښوونځي سره د کمپیوټرونو او اړینو وسایلو مرسته وشوه
د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د بي بي آمنې د نجونو له لېسې سره د کمپیوټرونو او اړینو وسایلو مرسته وشوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې مرستیال والي ګل نبي احمدزي، د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر آمر اجمل څاروان او د یادې لېسې مدیرې نفیسې بها برخه لرله.
دغه مرسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر له خوا وشوه، چې ټول استعمال شوي کمپیوټرونه او وسایل دي.
په یاده مرسته کې ۱ لیپ ټاپ او ۲۰ ډیسک ټاپ کمپیوټرونه ، ۱۷ د کمپیوټر میزونه، ۵۳ څوکۍ، ۲ پروجکټورونه، یوه المارۍ، ۲۰ یو- في - ایس او دوه استیپلېزرونه شامل دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال پر یادې مرستې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په مرسته شویو کمپیوټرونو به د یادې لېسې زده کوونکو ته د کمپیوټرزده کړې څانګه فعاله کړي.
د یادونې وړده، چې د لوګر له ښوونځیو سره له دې مخکې هم یو شمېر نورو دولتي او مرسته کوونکو ادارو ورته مرستې کړي دي.
