د لوګر ولایت عامو خلکو لخوا د ۲ بابه دیني مدارسو جوړولو لپاره نږدې ۱۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۳۱
SD

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند شهید امیر حمزه (رضي الله عنه) او غازي امین الله دیني مدارسو لپاره، د یوې معارف دوستې کورنۍ (نایب خېل) لخوا د ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت مالي مرسته وشوه، چې د بیارغونې، لمریزې برېښنا سیسټمونو جوړولو، کتابونو، اړینو توکو او تخنیکي تجهیزاتو پېرودلو برخو کې ولګول شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د لوګر ولایت علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او باور لري چې دغه وزارت کولی شي، د افغانستان د علم پروره خلکو سره په همکارۍ، ټولې ستونزې حل او د هېواد بچیانو لپاره لاغوره ښوونیز او روزنیز چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړولو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۶۸ تنو ښوونکو او مسئولینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.

د بامیان ولایت پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

سرپل ولایت کې له ۲۰۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د یادې ازموینې ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت شیبر ولسوالۍ د ښوونځیو منسوبینو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۹۴ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS