د لوګر په کانکور کې غوره زده کوونکي وستایل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۴:۲۸
د لوګر په کانکور کې غوره زده کوونکي وستایل شول

پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د تېر ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې د لوړو نومرو ګټونکو او بریالیو زده کوونکو د ستاینې غونډه جوړه شوه.

د نوموړو زده کوونکو د ستاینې په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو،ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د کانکور ازموینې یاد مخکښ زده کوونکي د ولایت مقام،پوهنې ریاست او ځوانانو دفتر له خوا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ وستایل شول.

په ستایل شویو زده کوونکو کې ۷۰ هغه زده کوونکي شامل دي، چې د ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې یې لوړې نومرې اخیستې دي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یادې غونډې ته وویل، چې د لوګر زده کوونکو د ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې ښې پایلې درلودې او د لوړو نومرو په اخیستو سره پوهنتونونو او نیمه تحصیلي موسسو ته بریالي شوي دي.

هغه له نوموړو زده کوونکو غوښتنه وکړه، څو د علم د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

وروسته یو شمېر نورو دولتي چارواکو، دیني عالمانو او مدني فعالانو خبرې وکړې او د نوموړو زده کوونکو د ۱۲ کلونو زده کړو د بشپړولو په برخه کې یې د پوهنې وزارت او پوهنې ریاست هڅې وستایلې.

د لوګر د پوهنې ریاست هر کالې د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ورته غونډې جوړې کړي او د لوړو نومرو ګټونکي او بریالي زده کوونکي یې ستایلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

ترکیې هیواد به ډیر ژر په جلال اباد کې د هلکانو تر څنګ دنجونو لپاره هم یوه لېسه پرانیزي

د پوهنې وزارت_ننګرهار: جلال اباد ته د ترکیې هیواد د معارف بنسټ راغلي پلاوي د بي بي حوا عالي لېسې د روان ښونیز بهیر نه د لیدنې پرمهال وویل د ترکیې هېواد د معارف بنسټ په پام کې لرې چې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس د پوهنې ښاري آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د پل علم ښار د پوهنې ښاري آمریت له آمر او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د پوهنې ښاري آمر او ورسره راغلو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۲۱:۵
Background image

پوهنې وزیر د بدخشان یمګان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل ژمنه ورکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان یمګان ولسوالۍ له یو شمیر ځوانانو سره په لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څار ژمنه ورکړه.

دا لیدنه. . .

BACK TO NEWS