د لوګر په یوه ښوونځي کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار د هلکانو په لېسه کې د میوه لرونکو او زینتي ونو کېنولو کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د پوهنې ریاست په غوښتنه د زده کوونکو د کورنیو له خوا پیل شوی، چې د راتلونکي نوي کال تر پیله به دوام وکړي.
د دغه پیل شوي کمپاین په ترڅکې به د یادې لېسې په انګړ کې شاوخوا ۳۰۰ میوه لرونکي او زینتي ونې کېنول شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له ټولو خلکو څخه په ښوونځیو کې د میوه لرونکو او زینتي ونو د کېنولو غوښتنه کوي.
د یادونې وړده، چې تېر کال هم د لوګر په ښوونځیو کې شاوخوا شاوخوا ۵ زره میوه لرونکي او زینتي ونې کېنول شوي دي.
