د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۱۲:۳۴
moe

د لوګر د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د میوه لرونکو او زینتي نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د حضرت عمرفاروق(رض) د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال او د دې لېسې آمر لطف الله ستانکزي برخه اخیستې وه.

په ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین، چې د زرغون ښوونځي په نوم نومول شوی د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې پیل شو.

د دغه کمپاین له لارې به په ښوونځیو کې شاوخوا ۵ زره میوه لرونکي او زینتي نیالګي د ښوونځیو د زرغونتیا په موخه کېښودل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد کمپاین د پیل پر مهال د ښوونځیو مدیران، سرښوونکي ښوونکي او زده کوونکي وهڅول، چې د ښوونځيو د زرغونتیا په کمپاین کې برخه واخلي.

هغه د لوګر له ټولو اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي او اخلاقي مسولیت له مخې په ښوونځیو کې د نیالګیو په کېنولو کې ورسره همکاري وکړي.

د یاد کمپاین په پای کې د پوهنې رئیس د بي بي آمنې او تجربوي لېسو ته ولاړ او په دغو دواړو لېسو کې یې هم یو شمېر نیالګي کېنول.

د یادونې وړده،چې د لوګر په ښوونځیو کې تېر کال هم شاوخوا ۵ زره میوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول شوي دي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS