د لوګر ۳ ښوونځیو ارتقاع وکړ
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د نجونو دوه لومړني ښوونځي د منځني او یو منځنی ښوونځی د لېسې کچې ته ارتقاع وکړ.
د نوموړو ښوونځیو د ارتقاع په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د ولایتي شورا غړي قسیم خوشیوال، د پوهنې آمرعبدالقیوم احمدي، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
یاد ښوونځي د پوهنې ریاست په غوښتنه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت تر منظورولو وروسته ارتقاع شول.
په دغو ښوونځیو کې د سرې غونډۍ او خواجه لغوي د نجونو ابتدایه ښوونځي د متوسطې او د خواجه حسن بصري د نجونو منځنی ښوونځی د لېسې سطحې ته ارتقاع پیدا کړي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادو ښوونځیو د ارتقاع پر مهال وویل، چې په روان کال کې ۲۲ ابتدایه ښوونځي به متوسطې او ۱۴ متوسطې به د لېسې سطحې ته ارتقاع پیدا کړي او هم به ۳۵ نوي ښوونځي تاسیس شي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي قسیم خوشیوال د نوموړو ښوونځیو پر ارتقاع خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د پوهنې ریاست هلې ځلې وستایلې.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې ۱۲۸ لومړني، ۷۴منځني او ۷۱ لېسې دي.
